اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وړوكي اختر په موقعه د بر??ښنا په بيعو كښې كمې اولس لپاره د حكومت لخوا خصوصي ډالۍ ده۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم شهباز شریف ټول پام په ګرانۍ كښې د كمي پلو ګرځولے دے۔ ده ووئيل د اپرېل په مياشت كښې د تېرې مياشتې په مقابله كښې 3 روپۍ 82 پېسې كمې شوې دې۔ ده ووئيل په درې مياشتنيز اېډجسټمنټ كښې انحصار د ډالر په بيعه وي۔ د ډالر په مقابله كښې د روپۍ د قدر مستحكم كېدو له امله د بر??ښنا بيعه كښې كمې شوې دې۔ ده ووئيل مونږ د پاك پروردګار په فضل سره هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كړو ٬ نن اېكسچېنج رېټ او روپۍ مستحكم كېدو پلو روانه دے۔ ده ووئيل كه حالات دا ډول ښه پلو روان پاتې شول نو د بر??ښنا بيعه كښې به نور كمې هم وكړې شي۔ ده ووئيل نړيوالې ما??يا??ي ورځپاڼې هم دا وائي چې په ګرانۍ كښې كمې روان دے۔ ده ووئيل بلومبرګ هم وئيلي چې دوه فيصد ګراني كمه شوې ده بلكې پېشګوئي يۍ كړې ده چې راروان كال كښې به ګراني لا كمه شي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د بر??ښنا غلا كوؤنكو په ضد ګامونه پورته كوي۔ د دوئي په ضد به كرېك ډاؤن كولې شي۔ ده ووئيل حكومت اولس ته ريليف وركولو له غوره حل رامخې ته كوي۔
د وړوكي اختر په موقعه د برېښنا په بيعو كښې كمې اولس لپاره د حكومت لخوا خصوصي ډالۍ ده ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ نجي ټي وي چينل سره خبرې
Wisdom Wonders Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش