کراچۍ 24 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګرانۍ او بې روزګارۍ قابو موندلو٬ معاشي استحكام او د برامدات زياتولو د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د حكومت په وخت ا?? موثره اقدامات په سبب سټاك ماركيټ د تاريخ لوړې كچه ته رسېدلے ٬ د آئي ټي په برامدات ا?? ترسيلات زره ??ښې رېكارډ زياتوالے راغلے ، کرنټ اکاٶنټ مثبت دے، د كاروباري ورورولۍ په معاونت راتلونكو پنځو كالو ??ښې برامدات يو په دوه كولو لپاره پوخ عزم لرو، د نجکارۍ عمل به سپېځلے كوٶ٬ كاروباري ورورولۍ سره به په مشاورت داسې لائحه جوړوو چې ورسره صنعت وده وكړي او د كاروباري ورورولۍ مسئلې حل شي، اېف بي آر به په بشپړه توګه ډيجيټائز كوٶ۔ د شورو په ورځ د كراچۍ نوميالو كاروباري شخصياتو سره په خبرو ??ښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل بزنس كميونټي سره په ملاقات ډېر خوشحاله شوم٬ كاروباري ډله په معيشت ??ښې د ملا د تير حېثيت لري، د قامونو په ژوند ??ښې لوړې ژورې راځي٬ ھغه قامونه ژوند بيا مومي كوم چې ستونزې يو چېلنج ګڼي او په موقعو ئې بدلوي، ده ووئېل د الېکشن نه وروستو نوے حكومت جوړ شوے٬ په سندھ ??ښې د پيپلز پارټي٬ وفاق ??ښې مخلوط، پنجاب ??ښې د مسلم ليګ (ن)، بلوچستان ??ښې اتحادي او په خېبرپښتونخوا ??ښې د پي ټي آئي حكومت جوړ شوے، د شخصي خوښې او ناخوښې نه پرته به د هېواد ګټې لپاره سوچ كول وي٬ ستونزې به چېلنج ګڼو او د دې به مقابله كوٶ٬ ده ووئېل مونږ له به د هېواد د مسئلو ادراك كول وي او د دې حل لپاره به په ګډه وړاندې كېدل وي او د هېواد د لاسه وركړے مقام به ترلاسه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د کاروباري ورورولۍ په مشاورت سره د ګټورو پاليسيو په جوړولو ??ښې خوښي لرو دغسې چې مونږ خپل برامدي صنعت بهتر كړو او مسئلې حل كړو ۔ده ووئېل دا لوظ كوو چې په راتلونكو پنځو كالو ??ښې به خپل برامدات يو په دوه كول وي٬ دغسې په زرعي څانګه ??ښې به انقلاب راولٶ٬ د معدنيات په څانګه ??ښې هم د پرمختګ ډېر ګنجائش شته٬ ده ووئېل ضرورت د دې خبرې دے چې هېواد ته په نړيوالو قامونو ??ښې جائز مقام وركړو٬ بې روزګارۍ او په افراط زر ??ښې كمے كوو چې پاكستان ??ښې سرمايه كارۍ ??ښې زياته شي، مونږ له خپل ګرېوان ته سر ورښكته كولو ته اړتيا ده ٬ نورو ته ګوته نشو نيولې٬ اوس هم اوبه د ورښه تې??ې نه دي٬ په خاص توګه د څلور پنځو بېلا بېلو څانګو پرمختګ لپاره به په ګډه كار كول و او٬ په دې لړ ??ښې په اوسنۍ موده ??ښې د تاريخ ډېر مثالونه مونږ سره موجود دي٬ ده ووئېل معاشي پرمختګ لپاره د کاروباري ورورولۍ مرستې ته اړتيا ده٬ مونږ به د دوي په مشاورت سره پاليسۍ جوړوٶ دغسې چې پاكستان د پرمختګ په زغل ??ښې وروستو پاتې نشي، د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې وزيراعظم ووېيل د قاچاق مسئله يواځې چينو٬ غنمو ٬ سره او تر سټيل محدود نه ده٬ د وسلې هم قاچاق كېږي٬ نور هم ډېر څيزونه دي چې قاچاق ئې كېږي او مونږ ته ريونيو نه ترلاسه كېږي٬ دا ډېره مهمه مسئله ده د دې حل كولو ته پاملرنه كوٶ، په دې ??ښې به وخت لګي خو مونږ دې پلو پام ګرځولے ،ده ووئېل د چ??نو قاچاق او په ذخيره اندوزۍ قابو موندل لازمي دي۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال سټاك ماركيټ لوړې كچې ته رسېدلے او په مارچ ??ښې د آئي ټي برآمدات هم زيات شوي٬ كرنټ اكاٶنټ هم مثبت دے او ترسيلات زر هم زيات شوې، دې موقعې څخه د ګټې پورته كولو يواځنۍ لاره دا ده چې كاروباري ورورولۍ چې څومره مطالبې دې تر كومه حده چې كېدې شي ترسره كړې شي، برآمدات زياتولو د لارې مونږ د غېر ملكي زرمبادله د پانګو مسئله حل كولې شوو ٬ راتلونكې مياشت كاروباري ورورولۍ سره په غونډه ??ښې به معاشي پرمختګ لپاره په اقدامات غور كولې شي او چې كومې مسئلې هم وي ھغه به په مشاورت حل كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا ضمانت دركوم چې د نجكارۍ عمل به سپېځلے وي، بيورو کريسي به خنډان راجوړولو ته نه پرېږدو، د پي آئي اے د نجکارۍ او د ايئرپورټس د آٶټ سورسنګ معامله ??ښې به جوائنټ وېنچر كولې شي، د ډسکوز د نجکارۍ پحقله پرېكړه به په مشاورت كولې شي٬ په زيان د چلېدونكې سركاري ادارو له امله په كلنه توګه د اربونو كهربونو روپۍ ضائع كېږي، کاروباريان دې په دې لړ ??ښې راوړاندې شي٬ د حكومت كار پاليسۍ جوړل دي كاروبار كول نه ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت جوړېدو سره برآمد كوٶنكو ته د 65 اربه روپو ريبېټ وركړے شو٬ وخت راغلے چې مونږ معاشي پرمختګ لپاره جديد ټيکنالوجي وكاروٶ دغسې چې پېداور زيات شي٬ په ټولو مهمو وزارتونو ??ښې د نړيوال مهارت لرونكې کنسلټنټس تعيناتوٶ٬ راتلونكې مياشت د سعودي عرب يو بل د لوړې كچې كاروباري پلاوي به د پاكستان دوره كوي ۔ وزيراعظم ووئيل كاروباريانو سره د 2700 اربه روپو په معاملو عدالتونو ??ښې كېسونه روان دې٬ مونږ له پرېكړه ك??ل دي چې په پور ژوند ك??ل دي يا په عزت ا?? وقار سره، کاروباريان دې د حكومت لاس ښپې جوړ شي٬ حكومت به دوي نه مايوسه كوي۔ په دې موقع د سندھ ګورنر کامران ټيسوري، وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه او وفاقي وزيران هم موجود وو۔
حکومت په ګرانۍ او بې روزګارۍ قابو موندلو٬ معاشي استحكام او د برامدات زياتولو عزم لري ٬ د كاروباري ورورولۍ په معاونت راتلونكو پنځو كالو كښې برامدات يو په دوه كولو لپاره پوخ عزم لرو ۔ وزيراعظم شهباز شريف
The legendary Monkey King Entertainment official APP
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز