واشنګټن۔26 اپرېل(اے پی پی) په امريكا ??ښې د پاكستان سفير مسعود خان وئيلي دي په ګاونډ ??ښې د مخاصمانه رويو لرونكو هېوادونو د لاسه پاكستان قوي دفاعي صلاحيتونو ته اړتيا لري۔ ده د قطبي کېرولینا ښار د شارلټ ورلډ افېئر کونسل ترسېوري لاندې راجوړې كړې دستورې’’اېمبېسېډر سرکل سیریز‘‘ په مهال هيله ښكاره كړه چې امريكا به پاكستان سره دفاعي اړيكې روانې ساتي۔ ده ووئيل د امريكې او پاكستان ترمينځه ستراتيجيكي همكاري پاتې شوې٬ زمونږ ترمينځه لوظنامې او اختلافات دواړه پاتې شوي خو مونږ د تېرو 7 نيمو لسيزو په مهال يو بل سره قوي همكارا?? پاتې يؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خطر اوس هم موجود دے ٬ دا ختم شوے نه دے ولې چې امريكا (افغانستان) څخه بېرته راغلې ۔ مسعود خان ووئيل ترهګري نه ??واځې پاكستان او افغانستان لپاره بلكه منطقه ??ښې امريكې او اتحاديانو لپاره هم يو لوئي خطر دے۔ ده ووئيل پاكستان او امريكې له به د ټولو سفارتي او نورو سوله ايزو ذريعو د لارې سيمه ايز امن او استحكام لپاره كار كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به په غېر عسكري څيزونو تجارت له سرمايه كاري كول وي او په پاكستان ??ښې د امريكې نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري (اېف ډی آئی) به زياتول وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان او امریکې ترمينځه مضبوطې اړيكې موجود دي٬ پاکستان نه ??واځې د پوځ په محفوظه توګه ويستلو بلكې د 75 زره افغان وګړو په نقل مكانۍ ??ښې د امريكې مرسته كړې۔ پاكستاني سفير په دې خبره رڼا واچوله چې امريكائي وېنچر کیپیټلسټس ټیک سټارټ اپس ته فنډز وركوي او نزدې 80 امریکائي كمپنۍ په كومو ??ښې چې زياتره فارچیون 500 دي ٬ پاكستان ??ښې ګټورې منصوبې روانې ساتلې دي۔ د هېواد د سېلګرۍ صلاحيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل د سېلګرۍ بېل قسمونه دي په كومو ??ښې چې اېډونچر، مذهبي او ماحولیاتی سېلګري شامله ده كومه چې د ګردې نړۍ د لكھونو په شمېر سېل??نيان راغب كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده د انفارمېشن ټېکنالوجي (آئی ټی) ، اے آئي ، بلاک چینر، روبوټکس، تھری ډی پرنټنګ او د ټېک سټارټ اپس په شمول نوې ټیکنالوجیز ??ښې د همكارۍ مضبوطولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل ټېک اسټارټ اپس امریکا، پاکستان او منطقې لپاره د كاروبار نوې موقعې رامخې ته كوي۔
په ګاونډ كښې د مخاصمانه رويو لرونكو هېوادونو د لاسه پاكستان قوي دفاعي صلاحيتونو ته اړتيا لري ٬ په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان دستورې ته خطاب
Quick winner entertainment official website
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے