اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) پاکستان د “ختيز يروشل?? پشمول په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د اسرائيل د پاليسيو او طرز عمل څخه رامخې ته كېدونكو د قانوني نتيجو” په اړه د انصاف د نړيوال عدالت د مشاورتي رائے هركلے كړے۔ د خارجه دفتر ويا??دې لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د انصاف د نړيوال عدالت پرېكړه په واضح توګه ثابتوي چې د فلسطين په مقبوضه سيمو كښې د اسرائيل د غېر قانوني پاليسۍ او طرز عمل د فلسطيني اولس د خ??لواكۍ حق د احترام كولو د ذمه وارۍ خلاف ورزي ده او بله دا چې د اسرائيل دا ذمه واري ده چې ھغوي خپله غېر قانوني قبضه ختمه ، د غېر قانوني آباد کارۍ هڅې ب??دې او د شوي زيان ازاله وكړي٬ پاکستان په جولائي كال 2023 كښې د انصاف په نړيوال عدالت كښې تحريري درخواست جمع كړے ٶ او وروستو ئې ځواب هم وركړے ٶ٬ پاکستان په فروري كال 2024 كښې د انصاف د نړيوال عدالت لخوا په كېس كښې په زباني اولسي سماعت كښې هم برخه اخستې وه ٬ پاکستان د انصاف په نړيوال عدالت كښې د فلسطينيانو د خ??لواكۍ حق لپاره د خ??ل مضبوط او غېر متزلزل ملاتړ پخلے كړے او د اسرائيل غېر قانوني حيثيت ئې په ګوته كړے۔ بيان له مخې پاکستان د عدالت په مشاورتي رائے په سمدستي توګه او د بشپړه عملدرآمد مطالبه كوي٬ مونږ هيله لرو چې د عدالت دا رولنګ به د اسرائيل د قبضې ختمولو٬ د فلسطينيانو د خ??لواكۍ د ناقابل تنسيخ حق ترلاسه كېدو او د فلسطين د ??و عمل وړ، محفوظ، متصل او خپلواكه رياست جوړېدو پلو يو مهم ګام وي كوم چې د 1967 د پولو له مخې وي او پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔
پاکستان د فلسطين سيمو كښې د اسرائيلي قبضې په قانوني نتيجو د انصاف د نړيوال عدالت د مشاورتي رائے هركلے وكړو
जिया इलेक्ट्रॉनिक्स क्रेडिट सट्टेबाजी प्रवेश
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث