اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم کشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاحكار قمر الزمان کائره وئيلي دي عم??ا?? خان د شهباز ګل د تپوس په بهانه يو ځل بيا د خپل ټولګي سره بريد كولو له روان دے٬ عم??ا?? خان خپل جرمونه پټولو لپاره په ادارو بريد كړے٬ عم??ا?? خان څخه چې اېف آئي اے٬ نېب يا كومه بله تحقيقاتي اداره پوښتنه وكړي نو ھغه اداره غلطه شي، د عم??ا?? خان لخوا پوځ ته په سياست كښې د مداخلت بلنه٬ قامي ادارې په غېر آئيني كار مجبورول لوي جرم دے٬ دا د شهباز ګل نه غټ كېس جوړېږي، نواز شريف او آصف علي زرداري چې كومې غېر ملكي ډالۍ ترلاسه كړي ھغه اوس هم استعمالوي٬ خو عم??ا?? خان د دغه ډالو په خرڅولو جرم كړے۔ د جمعې په ورځ پي ټي وي هېډكوارټر كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې قمر الزمان كائره ووئيل وړومبے ئې د پاكستان آئين او قانون سره لوبې وكړې٬ چې پكښې د وخت وزيراعظم٬ سپيكر او دوهم سپيكر شامل وو٬ د دې نه پس ئې يوه بيانيه جوړه كړه چې زما په ضد سازش شوے۔ ده ووئيل په تېر حكومت كښې د خلقو د ګرفتارۍ به اول وئيلے كيدل او بيا به ګرفتاري ك??ده خو زمونږ په دور كښې داسې نه هېڅ نه دي شوي۔ قمر الزمان کائره ووئيل عم??ا?? خان وائي چې زما په دور كښې نېب زما په كنټرول كښې نه ٶ نو بيا څنګه ستاسو وزيرانو ته د وړاندې نه د ګرفتارۍ خبر راتللو او وړومبې به ئې وئيل چې فلانے كس به نېولے كېږي۔ ده ووئيل عم??ا?? خان په نورو سياست مدارو د پېسې بهر لېږلو تور لګوي خو فارن فنډنګ كېس پرېكړې ثابته كړه چې بهر څخه فنډنګ شوے٬ مونږ د حكومت نه مطالبه كوٶ چې بشير مېمن راوبلي او د عارف نقوي په معامله كښې دې په عم??ا?? خان کېس وكړے شي٬ دا د مني لانډرنګ اعلٰې ترين نمونه ده، څوك چې پاکستان او امريکې ته مطلوب دے عم??ا?? خان د ھغه وكيل جوړېږي۔ قمر الزمان قائره ووئيل اوس هم وخت دے سم شې ٬ په سياست كښې برداشت هم اعلٰې څيز دے، كه واقعي خلق ستاسو ملګرتيا كوي نو صبر وكړې ، اليکشن به پخپل وخت كېږي٬ ده ووئيل د دې څه ګارنټي ده چې نوې الېكشن وشي او داسې نتيجې رامخې ته شي چې عم??ا?? خان په اپوزيشن كښې كېني نو ايا دا به دې تسليموي؟۔ ده ووئيل د پاكستان قامي ادارې په غېر قانوني كار مجبورول لوي جرم دے ٬ پخپله بيانيه او لفظونو دې عم??ا?? خا?? خامخا سوچ وكړي
عمران خان د شهباز ګل د تپوس په بهانه يو ځل بيا بريد كولو له روان دے٬ قامي ادارې په غېر آئيني كار مجبورل لوي چرم دے ۔ د قمر الزمان کائره پرېس کنفرنس
VIP Platinum Card Credit Platform
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania