اسلام آباد 23 دسمبر (اے ??ي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد سيكټر آئي 10 فور كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره د پېښي رپورټ غوښتلې دې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آ??س ميډياونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعظم د اسلام آباد پوليس ??هي?? هيډ كانسټيبل عديل حسين ته پيرزوئينې وړاندې كولو سره وئيلي چې پوليس اهلكارو د خپلي ويني قرباني وركولو سره د ترهه ګرو لاره نيولي ده، قام خپل بهادرو ته سلام كوي۔ وزيراعظم ووئيل ټول قام په ګډه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره جنګ روان ساتلې دې۔ وزيراعظم په پېښه كښې د ژوبل كسانو سره د يووالي څرګندونه كړې ده او د ژوبل كسانو ښه طبي آسانيو لپاره ئې سپارښتنه كړې ده۔ ??زيراعظم ووئيل الحمدلله! قانون نافذ كونكو ادارو په وخت كارروائي كولو سره د بے ګنا ويني بهاولو ??وي?? او ناوړه منصوبه ناكام كړې ده،اولس دې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د خپل فورسز سره بشپړه مرسته وكړي۔ وزيراعظم ??هي?? پوليس اهلكار له د شهداﺀ پيكج وركولو او اسلام آباد آئي جي ډاكټر اكبر ناصر خان ته غيرمعمولي بهادرۍ مظاهره كونكي اهلكارو له د انعام او تعريفي اسناد وركولو سپارښتنه كړې ده۔وزيراعظم د ??هي?? عديل حسېن لوړو درجو او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔
وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد سيكټر آئي 10 فور كښې د ځانمرګي بريد رپورټ وغوښتلو، شهيد هيډ كانسټيبل ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي
The Mysterious Book of Egypt APP game download
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز