اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ په فنانس ډويژن كښې غونډه وشوه۔د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي ا??م اے)لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك هلال امتياز(ملټري) او د هغه پلاوي په غونډه كښې ګډون وكړو۔د منصو??ه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال طارق باجوه٬د وزيراعظم د ريونيو خاص مرستيال طارق محمود پاشا٬د خزانې سپېشل سېكرټري او د اېن ډي ا??م اے سينئر ا??سر??نو په غونډه كښې ګډون وكړو۔د اېن ډي ا??م اے چيئرمېن غونډې ته د اېن ډي ا??م اے موجوده وركنګ سټركچر سره د آفت نه وړاندې او پس د تيارو په اړه بريفنګ وركړو۔غونډې ته د كووېډ 19 او په هېواد كښې د بارانونو او سېلاب په مهال د اېن ډي ا??م اے سمدستي مرستې كاروائيو په اړه ووئيل شول ۔د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار په تباه كن آفت كښې د ځپليو كسانو مرستې او بحالۍ لپاره د اېن ډي ا??م اے كردار او هلې ځلې وستائېلې۔په آخر كښې د اېن ډي ا??م اے چيئرمېن په مرسته د خزانې وزير مننه وكړه۔
د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار ته د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د موجوده وركنګ سټركچر سره د آفت نه وړاندې او په وروستو تيارو بريفنګ
Bank Bankruptcy Again APP Download
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک