اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزي??اع??م شهباز شريف وئيلي دي چې ايوان په ما د اعتماد څرګندونه وكړه٬ كور ته كه مې لېږل غواړي نو زر ځله تللو له چمتو يم خو د دې ايوان عزت به نه خرابوم٬ د پارلمان عزت٬ احترام او ??ئي??ي ??خت??ار د نړۍ يو طاقت نشې اخستې، قانون سازي د پارلمان ??خت??ار دے او د اولس منتخب ايو??ن سره به دا ??خت??ار تل وي٬ د پارلمان دا ??خت??ار چېلنج كولو سر زوري وه، ګرد پاكستان كښې به هم په يو ورځ پاكې او سپېځلې ټاكنې كېږي، مونږ ته د دې هېواد د تعمير چې كوم مسوليت راكړے شوے دې د ھغه ترسره كولو ته دې پرېښودلے شوو۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ څخه د اعتماد ووټ ترلاسه كولو نه پس وزي??اع??م خپله وېنا كښې ووئيل د لوي څښتن لاك لاك شكر دے چې دې ايوان د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په قرارداد ما له يو ځل بيا عزت راكړې٬ 180 پارلماني غړو په ما د اعتماد څرګندونه كړې ده?? وزي??اع??م ووئيل زه د قامي اسمبلۍ سپيكر٬ د پاکستان پيپلز پارټۍ د شريك چيئرمېن آصف علي زرداري، خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، د جے يو آئي (ف) امير مولانا فضل الرحمن، مولانا اسعد محمود، ډاکټر خالد مقبول صديقي، سردار اختر مينګل، خالد مګسي، چوهدري شجاعت حسېن، چوهدري سالك حسېن، ايمل ولي خان، امير حېدر خان هوتي، نوابزاده شاه زين بګټي، محسن داوړ، اسلم بھوتاني، پروفيسر ساجد مير، ډاکټر عبدالمالك، آفتاب شيرپاٶ، محمود اچکزئي، علي نواز شاه او د شاه اوېس نوراني پشمول د ټولو غړو د زړه له كومي مننه كوم او دوي له باور وركوم چې دې ايوان په ما د كوم باور څرګندونه كړې ده زه به ستاسو عزت ساتم او دا به كله نه خرابوم?? وزي??اع??م ووئيل په كال 2018 كښې د هېواد معيشت په تندۍ سره ترقي كوله، او د دې نه پس يو فراډ الېكشن وشو او چې كوم ډول سازش وكړے شو٬ د ټولو په وړاندے دے ، د خواجه طارق رحيم او د ثاقب نثار د مبينه آډيو د لارې سازش رامخې ته شوې دې، په كال 2018 كښې پي ټي آئي كاميابولو لپاره بدترين ټګي شوې٬ د ازخود نوټس د لارې د هېواد حليه ورانه كړې شوه?? وزي??اع??م ووئيل د وخت وزي??اع??م لوظ كړے ٶ چې د كال 2018 د انتخاباتو د ټګۍ د تورونو به تحقيقات كولې شي خو تر اوسه ونه كړې شول٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر څخه مطالبه كوم چې د دغه ټګۍ تحقيقات وكړي دغسې چې قام ته معلومه شي چې څنګه د دوي مېنډېټ غلا كړې شوې وو?? وزي??اع??م ووئيل كله چې آئي اېم اېف سره زمونږ خبرې مخ په وړاندې روانې وې نو د دغه وخت د وزي??اع??م عمران نيازي په اشاره دوه صوبائي وزيرانو د 22 كروړه اولس او هېواد لپاره ستونزې پېدا كولو لپاره په تحريري توګه وليكل چې مونږ شرائط نه منو، د سائفر پحقله هم ټول پوهه دي٬ امريكه په نښه كړې شوه دغسې سازش حكومت بدل كړو، د چين او روسيه پحقله هم دروغ ووئيلې شوو٬ د لوي څښتن په فضل و كرم او بيا د خارجه وزير او د پټروليم د وزير مملكت او د نورو وزارتونو په خوارۍ روسيه څخه به د ارزان تېل بېړۍ ډېر زر پاكستان ته راورسي، كه په هېواد كښې امپورټډ حکومت وي نو آيا روسيه به مونږ له ارزان تېل راكړې وې۔ ده ووئيل نن د پارلمان پرېكړې چېلنج كېږي٬ زه دې ايوان منتخب كړې يم ٬ نن پارلمان دلته پرېكړې كوي او كابينه پابند كوي نو زما فرض دي چې زه د دې ايوان د پرېكړو احترام وكړم?? وزي??اع??م اعلان وكړو چې په هر صورت كښې به د پارلمان پرېكړو سره ولاړ يو داسې نشي كېدې چې پارلمان يو قانون جوړ كړي او عدليه د دې قانون د كوم شكل ??خت??ارولو نه وړاندې حكم امتناعي جاري كړي?? وزي??اع??م ووئيل ??ئي?? جوړول او پكښې بدلون كول د پارلمان ??خت??ار دے، عدليه د ??ئي?? ري رائټ كولو ??خت??ار نه لري ٬ د عدالت د توهين دړكه راكړې شوې او وئيلي شوي چې وزي??اع??م د ايوان د اکثريت اعتماد د لاسه وركړې نو نن دې ايوان خپله پرېكړه وكړه?? وزي??اع??م ووئيل چې مونږ د درې كيسزه بېنچ پرېكړه نه منو٬ ذوالفقار علي بھټو د ظلم او زياتۍ په سبب شهيد كړے شوے٬ نواز شريف نااهل كړے شوے، يوسف رضا ګيلاني نااهل كړے شوے او كه اوس ما كور ته لېږي نو زر ځله تللو له چمتو يم خو زه به د دې ايوان عزت نه خرابوم?? وزي??اع??م ووئيل مونږ ته د خبرو كولو ووئيلې شوو٬ مونږ سياست وال يو زمونږ په لاس كښې ټوپك يا توپ څخه چې چاقو قدرې نشته?? وزي??اع??م په ډاګه كړه چې د مذاکراتو اېجنډا ګرد هېواد كښې په يوه ورځ پاكې او سپېځلې ټاكنې كول دي۔ ده ووئيل عدالت هر ځل په يو پنجاب كښې د الېكشن خبره كوي٬ خېبرپښتونخوا ورته ياد نه دے٬ هلته الېكشن سره هېڅ كار نه لري ٬ پاكستان څلورو صوبو سره په ګډه جوړېږي?? وزي??اع??م ووئيل د يو ګوند ناوړه اراده دا ده چې د جمهوريت په لمنه كښې دې فاش ازم او ډکټيټرشپ نافذ كړے شي، مونږ د دوي دور ليدې او په مړانه مو د دې مقابله وكړه او يو ورځ هم زندان ته په تګ مو وير نه دې كړې۔ ده ووئيل يوازې پنجاب كښې الېكشن سره به نورو صوبو ته څه پېغام لاړ شي او د يو ګوند په پنجاب كښې ګټې سره به په نورو صوبو څه اثر پرېوځي، دې له مونږ غواړو چې هم په يوه ورځ ګرد هېواد كښې پاكې او سپېځلې ټاكنې وشي۔وزي??اع??م ووئيل عدليه لپاره دا يو لوے سوال دے چې يو خوا په اته اته دقيقو كښې اته ٬ اته كېسونو كښې ضمانتونه او د وېډيو لنك د لارې د وړاندې كېدو رعايتونه وركولې كېږي او بلخوا مونږ ٶ چې څو دقيقې به لېټ شو نو زمونږ په ضد به كاروايۍ پېل شوې، دا د انصاف د نظام دوه مخيزه معيار دے٬ ده ووئيل سياسي مخالفين به د عمران نيازي په دور كښې د اختر په شپه د كورونو څخه پورته كولې كېدل، د فريال تالپور غوندې د تور سرې لحاظ ئې هم نه ٶ كړې٬ زه عدليه ته دا وايم چې زمونږ نه د پوښتنې كولو نه وړاندې خپل هم احتساب وكړئ چې څومره ججز ته په كرپشن سزا وركړے شوې ده، هله به عدليه ته عزت ترلاسه كېږي، ټول قام په دې پوهېدل غواړي چې په دې هېواد كښې يو خوا د سلګونو په شمېر بندي داسې دي چې د ضمانت په درخواستونو ئې اته اته كاله سماعت نه كېږي٬ په داسې كښې يو نازبين له سوموټو ولې اخستې كېږي، د دې نظام بدلولو ته اړتيا ده?? وزي??اع??م اعلان وكړو چې د پارلمان عزت، توقير، احترام او ??ئي??ي ??خت??ار د نړۍ يو طاقت نشي اخستې٬ د اولس منتخب دي ايو??ن سره به دا ??خت??ار تل وي او زه دې پارلم??ن سره ولاړ يم او ولاړ به يم
ايوان په ما د اعتماد څرګندونه وكړه٬ كور ته كه مې ليږل غواړي زر ځله تللو له چمتو يم خو د دې ايوان عزت به نه خرابوم٬ د پارلمان عزت٬ احترام او آئيني اختيار د نړۍ يو طاقت نشې اخستې۔ وزيراعظم شهباز شريف
Mask Carnival Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados