اسلام آباد۔15مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې پاكستان په محفوظ لاسونو كښې دے٬ مونږ ته ځپلے شوے معيشت او ډيفالټ كېدونكے هېواد په ورثه كښې ترلاسه شو٬ عمران خا?? د هېواد وقار په داؤ ولګولو٬ د هېواد د تاريخ تر ټولو زياتې قرضې يۍ واخستې ٬ د آئي اېم اېف پروګرام يۍ لاس ليك كړو او بيا يۍ د هغې خلاف ورزي وكړه٬ د عمران خا?? ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬ قومي احتساب بېرو هغه د ا??قادر ټرسټ كرپشن كېس كښې ګرفتار كړو٬ د پاكستان په تاريخ كښې چرته داسې نه دي شوې چې په جسماني ريمانډ موجود ملزم ته دومره زيات ريليف وركړے شوے وي٬ كه د عمران څڅه تپوس پوښتنه يا تفتيش وكړے شي نو تشدد پېل كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خپرونې نړيوالې ادارې”الجزیرہ“ سره خپله مركه كښې وكړه۔ دې ووئيل د عمران خا?? نيولو سره مونږ كوم هدف ترلاسه كول نه غواړؤ٬ د ده ګرفتارۍ سره حكومت هېڅ تعلق نه لري٬ قومي احتساب بېرو هغه د ا??قادر ټرسټ كرپشن كېس كښې ګرفتار كړے٬ نېب په دې كېس كښې تحقيقات كوي او نېب عمران خا?? ته يو شمېر نوټسسز جاري كړې خو عمران خا?? د كوم هم نوټس ځواب نه دے وركړے۔ دې ووئيل د عمران خا?? ګرفتاري په اسلام آباد هائي كورټ كښې چېلنج كړې شوه چرته چې د هغه ګرفتاري قانوني وګرځولې شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزيرې ووئيل داسې يو شمېر مثالونه موجود دي چې ك??ه عمران په اقتدار كښې وو او اپوزيشن به ده څخه پوښتنه كوله نو ده به هغوي ډېتھ سېل ته لېږل٬ ميډيا به پوښتنه كوله نو د ميډيا خلق به يۍ په زندانونو كښې اچول۔ د آر اېس اېف په رپورټ كښې عمران خا?? ته ميډيا پريډيټر ووئيلې ??و۔ دې ووئيل عمران خا?? د هېواد د چيف اېګزېكټو په اعلی منصب پاتے شوے دے٬ كله چې اپوزيشن ته راغلو نو ده د تشدد لاره خپله كړه۔ دې ووئيل عدالت چې ك??ه د عمران خا?? وارنټ جاري كړو او پوليس زمان پارك ته ورسېد نو دغلته عمران خا?? مېرمنې او ماشومان د خپل ډھال په توګه وكارول۔ دغلته په پوليس بريدونه وكړې شول۔ دې نه ځانله عمران خا?? په 25 مئي د لانګ مارچ په موقعه خپل كارمندان تشدد لپاره وپارول۔ دې ووئيل نېب چې ك??ه د عدالت احاطې څخه عمران خا?? ونيولو نو درې ورځې چې په هېواد كښې څه وشوو هغه د ټولو په وړاندې دي۔ ټولو وليدل چې په بېلو ځايونو كښې خلق جمع كړې شول او دوي تشدد لپاره وپارولې شول۔ د پي ټي آئي مشرتابه د دوئي نګراني كوله۔ څومره كسان په لاهور كښې جناح هاؤس ٬ د كور كمانډر كور او د مېټرو پلونو ته ورسېدل۔ دې ووئيل مونږ له د خپل اولس حقونو ته تحفظ وركول دي٬ رنځوران بچ كول دي۔ د پي ټي آئي ډلو اېمبولېنسونو څخه رنځوران كوز كړل او هغه يۍ اوسوزول٬ په سكولونو بريدونه وكړې شول٬ روغتونونه ته اور ولګولې شو٬ په دې ټول صورتحال كښې حكومت پوهې سره د صبر او زغم څرګندونه وكړه۔ دې ووئيل عمران خا?? د كرپشن په كېس كښې ځواب نه وو وركړے ٬ هغه په جسماني ريمانډ وو او ددې باوجود هغه په 48 ساعتو كښې زندان څخه بهر راغلو۔ دې ووئيل د عمران خا?? په ضد ممنوعه فنډنګ ٬ توشه خا??ه ٬ القادر ټرسټ كرپشن او نور كېسونه دي۔ عمران خا?? په دې كېسونو كښې ځواب وركولو له تيار نه دے۔ دې ووئيل عمران خا?? دا تاثر وركول غواړي چې حكومت د ده په ضد ا?? ده سره انتقامي كارروائي كوي۔ دې ووئيل كه مونږ داسې ك??ل غوښتل نو بيا به 14 مياشتې انتظار نه كولو۔ په هېواد كښې د ټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د عمران خا?? په وېنا د خېبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ تحليل كړې شوې۔ دې ووئيل د ټاكنو په اړه آئين او قانون موجود دے٬ ټاكنې به هغه وخت كېږي كله چې مونږ خپله آئيني مو??ه ترسره كړؤ۔ د معاشي صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل عمران خا?? چې په څلور كاله كښې د معيشت كوم حال كړې د هغې مثال نه ترلاسه كېږي۔ دې ووئيل كله چې مونږ په حكومت كښې وو نو دغه وخت جي ډي بي د 6 فيصد شرحې سره پرمختګ كولو۔ په هېواد كښی تر ټولو كمه ګراني 2.6 فیصده وه۔ د آئی اېم اېف پروګرام په كال 2015ء كښې بشپړ كړې شوې وو٬ سي پېك روان وو٬ روزګار وو٬ پرمختګ كېدو٬ سكولونه ٬ پوهنتونونه جوړېدل٬ خارجه پالېسي سمه په زړه پورې ډول مخ په وړاندې روانه وه٬ كله چې د عمران خا?? دور پېل شو نو په څلور كال كښې معيشت زيات وځپلے ??و۔ هغه د تاريخ تر ټولو لويے قرض واخست۔ دې ووئيل د عمران خا?? د لاسه مونږ ته د تاريخ تر ټولو لويه ګراني ترلاسه شوه۔ مونږ ته ډيفالټ كېدونكے هېواد ترلاسه ??و۔ عمران خا?? چې آئي اېم اېف سره كومه لوظنامه لاس ليك كړه د هغې يۍ خلاف ورزي وكړه۔ دې ووئيل كله چې مونږ په اقتدار كښې راغلو نو د آئي اېم اېف پروګرام معطل وو٬ په دې مونږ بيا كار پېل كړو۔ دې ووئيل عمران خا?? د هېواد وقار په داؤ لګولې وو۔ مونږ ته د عمران خا?? معاشي تباهي په ميرات كښې ترلاسه شوې۔
پاكستان په محفوظ لاسونو كښې دے٬ مونږ ته ځپلے شوے معيشت او ډيفالټ كيدو پلو روان هيواد په ورثه كښې ترلاسه شو٬ عمران خان د هيواد وقار په داؤ ولګولو٬ مريم اورنګزيب
American blackjack online entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار