اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) كشمير لپاره د پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي په ټولو سياسي ګوندونو زور رواړے چې ھغوي د كشمير په كشاله د حكومتي اقداماتو ملګرتيا كولو سره كشمير كمېټۍ سره په ګډه كار وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کشمير انسټيټيوټ آف انټرنيشنل ريليشنز تر سېوري لاندې د خاص مېلمه په توګه سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ د دستورې مشري د آزاد كشمير صدر سردار مسعود خان كوله۔ شهريار اپريدي ووئيل كشمير كمېټي په ډيجيټل ميدان كښې د كشميريانو ملاتړ له د راپورته كېدونكو غږونو غلي كولو په ضد د هندي اېجنډې مقابلې لپاره هڅې كوي او دا چې ټولو سياسي ګوندونو له په مقبوضه كشمير كښې د مودي سركار لخوا د كشميريانو د نسل كشۍ اېجنډا بې نقابه كولو لپاره جامع لائحه جوړولو كښې شاملېدل پكار دي۔ ۔ ده ووئيل مونږ له په غېر قانوني هندي مقبوضه جمو و كشمير كښې د پېشه وره قواؤ د لارې د كېدونكو بشري حقونو خلاف ورزو ٬ د كوچنيانو او مېرمنو د حقونو پامالۍ بې نقابه كولو ته اړتيا ده ۔ ۔ ده ووئيل پاکستان په مقبوضه جمو و کشمير كښې كېدونكي ظلمونه رامخې ته كولو لپاره د جديد ميډيا ټولز په استعمالولو كار كوي۔ده په مقبوضه جمو و کشمير كښې د هندوتوا حکومت فاشسټ پاليسۍ هم نړۍ ته د وړاندې كولو تاكيد وكړو
سياسي ګوندونه دې په کشمير د حکومت بيانيه لا مستحكمولو لپاره د لاسونو زنځير جوړولو له ملګرتيا وكړي۔شهريار خان آفريدي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری