اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاق?? وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې متحده عرب امارات به په پاكستان كښې آئل ريفائنري جوړوي٬ د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې په مهال د آئل ريفائنري په صورت كښې په لويه سرماري كاري خبرو ته حتمي شكل وركړے شوے۔ د اتوار په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې وفاق?? وزير ووئيل چې متحده عرب اماراتو د وړاندې د ادئيګې د توازن په مسئله قابو موندلو لپاره پاكستان سره د درې اربه ډالرو مرستې اعلان كړے او پاكستان ته په موخر ادائيګې د تېل وركولو په لړ كښې خبرې روانې دي۔ ده ووئيل چې متحده عرب اماراتو په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ځكه چې ?? متحده عرب اماراتو مشرتابه پاكستان خپل دوهم كور ګڼي۔ دواړه هېوادونه نزدې د ورورولې اړيكې لري۔ ده ووئيل چې ?? شېخ محمد بن زېد النهيان د پاكستان دورې سره به د ورورولې اړيكې لا قوي شي۔ وفاق?? وزير ووئيل چې ?? وزيراعظم عمران خان په بلكه د ولي عهد په توګه د شېخ محمد بن زېد النهيان دا وړومبې دوره وه۔ د دې څخه وړاندې ده په كال 2007م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ وفاق?? وزير ووئيل چې ?? درې مياشتو په مهال د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه دا دريم رابطه وه كومه چې ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې د اړيكې خاص اهميت په ډاګه كوي۔ د پېټروليم وفاق?? وزير غلام سرور خان اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل چې ?? ولي عهد د پاكستان دورې به ډېرې مثبتې نتيجې راوځي۔ د وزيراعظم د يو اے اي دورې په مهال د يو اے اي مشرتابه پاكستان سره د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړے و۔ ده ووئيل چې ??واړو هېوادونو د تېل د موخر ادائيګې په معامله خبرې كړې دي۔ د وزيراعظم خاص مرستيا ??يد ذوالفقار بخاري ووئيل چې يو اے اي په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار دے۔ په يو اے اي كښې د لكونو په شمېر پاكستانيان كار كوي۔ ده ووئيل چې پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې د يو اے اي په زندانونو كښې د پاكستاني بنديانو په اړه په معامله هم غ??ر شوے۔ ده ووئيل چې ولي عهد ته خواست شوے چې په معمولي جرائمو كښې ككړو پاكستاني بنديانو سره دې نرمي وكړې شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د طريقه كار پرېكړه وشي۔
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena