کویت سټی 07 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د کویت وزیراعظم شیخ جابر المب??رك الحامد الصباح سره بایان پیلس كښې يو په يو ليدلي او بيا ئې د پلاويو په كچه خبرو ??ترو كښې ګډون كړے۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل يو لاکھ 14 زره څخه زي??ت پاکستانیان په كويت كښې مېشته دي كوم چې د دواړه هېوادونو ترمينځه قوي اړيكو ثبوت دے، د دې نه د پاکستان د کویت سره د اړيكو د اهميت اندازہ كېږي۔ ده ووئيل پاکستان او کویت د ډېرې مودې راهسې اقتصادی او تجارتی همكاران دي او پاکستان کویت سره د هر ډول اړيكو لا قوي كولو خوښي لري۔ وزیراعظم ووئيل شريك وزارتی کمېسون د معیشت په بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې جاج اخستو او د مرستې زي??تولو لپاره د اهدافو ټاكلو ښه پلیټ فارم وركوي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت په اړه وزیراعظم عزم وكړو چې د خپلو صلاحیتونو ترمخه به تجارت لا زي??تول وي۔ د شخص شركتونو د رابطو ډاډګيرنې كولو سره تجارت زي??تېدې او تجارتی توازن مرسته موندې شي۔ وزیراعظم نواز شریف په دې مهال د دواړو هېوادونو چیمبرز آف کامرس ترمينځه د پاکستان۔کویت شريك بزنس کونسل جوړولو تجویز وركړو۔ ده ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه د كركيلې ، تعمیرات، پولټری، لائیو سټاك او فشریز په اړه د مرستې زي??ت ګنجائش شته ۔ په دې لړ كښې بائد تګلارې جوړولو له د دواړه هېوادونو د پوهانو غونډه راوبللې شي۔ وزیراعظم د خلیج مرستې کونسل۔پاکستان خپلواكې تجارتی لوظنامې په اړه خبرو له د کویت په معاونت او د ويزې بنديز لرې كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د خپلواكه سرمایه کارۍ پالیسی او په زړه پورې ګټې سره پاکستان د غیر ملکیانو سرمایه کارو لپاره ښه هېواد دے۔ پاکستان سرمایه کارو له 100 فیصده د سرمائې یا شريكو پروژو پيل كولو موخې لري۔ دا وخت يو زر څخه زي??تې مل??ی نېشنل کمپنی د پاکستان د معیشت بيلو څانګو كښې په کامیابۍ سره كار كوي۔ محمد نواز شریف ووئيل پاکستان كښې د توان او انفراسټرکچر پرمختګ ګڼې پروژې روانې دي د كومو چې غیر ملکی سرمایه کار جاج اخستې شي ، مونږ د پاکستان انفراسټرکچر او د توان په لويو پروژو كښې د کویت څخه د لا سرمایه کارۍ هركلے كوو۔ په خبرو ??ترو كښې د پټروليم وفاقی وزیر شاهد خاقان عباسی، د وزیراعظم د خارجه چارو ??اص مرستيال طارق فاطمی او د سرمایه کاری بورډ چیئرمېن مفتاع اسماعیل هم موجود وو۔ د کویت د اړخه وزیراعظم ٬د کویت دفاع وزير ، د خزانې وزير ، د توان وزير او نور اعلیٰ چارواكي هم خبرو موجود وو۔دې نه وړاندې بایان پیلس ته په رسېدو د وزیراعظم محمد نواز شریف تود هركلے وكړې شو
پاکستان او کویت د ډېرې مودې راهسې اقتصادی او تجارتی همكاران دي، پاکستان کویت سره اړيكې لا قوي كول غواړي
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا