اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د هندي پوځ سرلښكر پارونكي او غېر ذمه وارا??ه بيانونه د هند د جنګيالي ذهنيت عكاسي ده٬ د هند متنازعه رويه او په لويه كچه د وسلې امبارونه لګول سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر او د تذويراتي غلط اندازو سوب جوړېدې شي٬ پاکستان د هر ډول يرغل بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لري٬ امريكې سره په ټولو څانګو كښې مرسته روانه ده٬ هند داعش لپاره بهرتۍ او افغان خاوره پاكستان كښې تخريبي هلو ځلو لپاره كاروي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د هند متنازعه رويه او په لويه كچه د وسلې امبارونه لګول سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر او د تذويراتي غلط اندازو سوب جوړېدې شي ٬ د هند بې بنسټه ادعاګانې او بيانونه د دوي په مبالغه آرائۍ آډانه صلاحيتونو او د جارحانه عزائمو عكاسي كو??۔ وياند ووئيل د هندي ارمي چيف پارونكې او غېر ذمه وارا??ه بيان د افسوس وړ او د هند د جنګيالي ذهنيت عكاسي ده كو?? چې د وړاندې نه ??ړك??چن ستراتېژك چاپېريال لا غېر مستحكم كو??ې شي۔ وياند ووئيل پاكستان هند سره تاٶ تريخوالې زياتول نه غواړي او ډېر د زغم او تحمل څرګندونه كو??۔ ډاكټر فېصل ووئيل پاکستان د هر ډول يرغل بشپړه ځواب وركولو صلاحيت لري ۔ وياند ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو تشدد٬ ظلمونه او د بشري حقونو سنګين خلاف ورزيو څخه د نړۍ پام اخوا كو??و لپاره قصداً په اېل او سي او وركنګ باٶنډرۍ ??ور??حال خرابوي په كو?? چې ډېر تشويش دے۔ د افغانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل افغانستان كښې كار كو??نكي پاكستاني پروفېشنلز تخښتولو سره دوي د جاسوسۍ لپاره كارولې كېږي ٬ دا معامله مونږ افغان دولت سره پورته كړې ده ۔ وياند ووئيل د افغانستان 34 فیصده سيمه د افغان دولت د واك ??ه بهر ده چرته چې داعش ٬ ټي ټي پي٬ جماعت الاحرار او د نورو ترهګرو تنظيمونو محفوظ پټ ځايونه دي۔ وياند ووئيل داعش نه يوازې افغانستان بلکې روسيې ، مېنځنۍ آسياء ٬ چین ، پاکستان او د ایران پشمول ټولې منطقې لپاره شريك خطر دے ټولو هېوادونو د دې مخنيوي لپاره بشپړه مرستې ته اړتيا ده۔ وياند ووئيل پاكستان د ضرب عضب او رد الفساد غوندې د عملياتو د لارې هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمه كړې۔ ډاكټر فېصل ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان د 120 اربه ډالرو نه زيات اقتصادي زيان سره ??خ دې۔ د پاكستان او امريكې اړيكو پحقله وياند ډاكټر فېصل ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو څانګو كښې مرسته روانه ده او په دې وروستيو كښې د امريكې د معاون خارجه وزير دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو كښې د پېشرفت د چارو پحقله بحث شوې ۔ ده ووئيل پاكستان او امريكا شريك روابط روان ساتلو لپاره پرله پسې په رابطه كښې دي
هند داعش لپاره بهرتۍ او افغان خاوره پاكستان كښې تخريبي هلو ځلو له كاروي
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ