جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيلي دي د لاكهونو سېلاب ځپلو پاكستانيانو او د ځپلو سيمو بي?? رغونې او بحالۍ لپاره پاكستان د نړي??ال?? ورورولۍ٬ دوست هېوادونو٬ ګڼ اړخيزه او د دوه اړخيزه شراكتدارو معاونت ته اړتيا لري، پاکستان د خپلو نړيوالو ادائيګو او ذمه وارو عزم لري٬ پاكستان بېلا بېلو څانګو كښې اصلاحات كوي٬ بدترين سېلاب د پاکستان ضرورتونه زيات كړي، پاکستان له مختصر او د مېنځنۍ مودې لپاره مالي معاونت او ګنجائش پكار دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خزان?? وزير د ګل په ورځ د سوئټرزلېنډ په جنيوا ښار كښې انټر نيشنل کنفرنس آن کلائميټ ريزيليئنټ او د پاکستان وړومبني پلېنري سېشن د مشتركه صدارت په مهال كړې۔ د خزان?? وزير ووئيل پاکستان د ماحولياتي او موسمياتي اثرات، د روسيه-يوکرائن جنګ، نړي??ال?? کساد بازارۍ او د غربت غوندې مسئلو سره د وړاندې نه مخ دے٬ د دې حالاتو په تناظر كښې هېواد د تاريخ بدترين سېلاب سره مخ شوے٬ د تېرو 30 كالو په مهال په وړومبي ځل تېر كال پشكال كښې ??پږ چنده زيات بارانونه شوي چې ورسره ګرد هېواد په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې تباهي او زيان شوے٬ ده ووئېل سېلاب څخه په مجموعي توګه درې كروړه 30 لكه كسانو نه زيات ځپلې شوي٬ 1700 كسان مړه او 13 زره ژوبل شوي٬ 30 زره كلوميټره سړكونه او سترې لارې تباه شوي ،440 پلونه تباه شوي، په 500 مې??يو??ه اېكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي او نزدې دوه مې??يو??ه كورونه په عارضي او جزوي توګه ځپلې شوې او لس لكه څاروي مړه يا بې دركه شوې دي
بدترين سېلاب د پاکستان ضرورتونه زيات كړي، پاکستان لپاره د لنډې او د مېنځنۍ مودې مالي معاونت او ګنجائش پكار دے۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر