اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د ډالرو په ذخيره كولو كښې ككړ88 وګړي نيولې شوي دي او د 47 وګړو په ضد اېف آئي آر درج كړې شوې دې٬په اوپن ماركيټ كښې د ډالر د اخستونكو او خرڅونكو 5 لويو كمپنو د آډټ پريكړه شوې ده٬د دوه دوه شناختي كارډ لرونكو د جرمانې فيس لس زره نه كمولو سره پنځه زره كړې شوې دې٬د جعلي ويكسي نېشن سرټيفيكېټ جوړنكو په ضد اېف آئي اے كاروائي كوي۔د ډاكټر عبدالقدير خان په اېچ اېټ قبرستان كښې د تدفين پريكړه د هغه د خپلې كورنۍ وه۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د ډاكټر عبدالقدير د جنازې مونځ په موقع داخله وزارت په زړه پورې انتظامات وكړل او محسن پاكستان داخله وزارت سركاري درناوي سره خاورو ته وسپارلو۔هغه ووئيل وزيراعظم هدايت كړے و چې د ډاكټر عبدالقدير خان تدفين دې د فيصل مسجد په احاطه كښې وكړې شي خو د هغه د كورنۍ په مرضۍ هغه په اېچ اېټ قبرستان كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ جنازې لپاره په غوره انتظاماتو كولو داخله وزير٬د پوليس٬سي ډي اے انتظاميې او د پاك پوځ ځوانانو او د رينجرز د خذماتو ستائنه وكړه۔هغه ووئيل د ډالرو په ذخيره كولو كښې ككړ88 وګړي نيولې شوي دي٬په اوپن ماركيټ كښې د ډالر د اخستونكو او خرڅونكو 5 لويو كمپنو د آډټ پرېكړه شوې ده۔هغه ووئيل د اېن سي او سي بدنامولو له جعلي اندراج كولې شي۔د دوه دوه شناختي كارډ لرلو جرمانه فيس لس زره نه كمولو سره پنځه زره كړې شوې دې۔د دوه پاسپورټ لرونكو جرمانه فيس به هم پنځه زره روپۍ وي۔كابينې څخه به د دې منظوري اخستلې شي۔ هغه ووئيل دوه پاسپورټ لرونكي د اكتوبر تر 30مې نېټې يو پاسپورټ حواله كولې شي۔په دې نېټه كښې مونږ پراختيا هم كولې شو۔وفاقي وزير شېخ رشيد ووئيل د اېن جي اوز د فنډنګ معاملو ته هم ګورو۔هغه ووئيل حكومت ته سمري لېږو چې په كومو پولو اېف آئي اے او كسټم نشته دغلته د دې ادارو عمله تعينات كړې شي او هغوي ته آسانۍ وركړې شي۔په طورخم او چمن پوله د كسټمز عمله موجود ده۔ په نورو څلورو پولو به هم د اېف آئي اے او كسټم چارواكو شمېره زياتولې شي۔هغه ووئيل پاكستان 20 زره افغان وګړو ته آسانۍ وركړې دي او كه د نورو لپاره ووئيلې شي نو هغوي ته به هم وركړو۔داخله وزير ووئيل د مذهب په بنياد به څوك تنګولې نشي۔هغه ووئيل پاكستان د حساس دور نه تېرېږي۔هغه مخالفې ډلې ته ووئېل غواړم چې اوس به احتياط كول وي٬په ګاونډي هېواد كښې اوس اوس بدلون رامخې ته شوې دې٬كه دغلته سكون وي نو دلته به هم سكون وي۔ده ووئيل پي ډي اېم د منطقې حالات بايد نظر كښې ونيسي٬په ټاكنو كښې د 20 نه تر 22 مياشتې پاتې شوې دي دوي بايد صبر وكړي۔اپوزېشن دې په پاكستان كښې د افغانستان حالت نظر كښې نيولو سره پريكړه وكړي كه هغوي داسې نه كوي نو زيان به يې دوي ته رسي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت به خپله پنځه كلنه موده ترسره كوي
د ډالرو په ذخيره كولو كښې ككړ88 وګړي نيولې شوي دي٬په اوپن ماركيټ كښې د ډالر د اخستونكو او خرڅونكو 5 لويو كمپنو د آډټ پرېكړه شوې ده۔د داخله وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ